peoplepill id: abdul-hamid-mohtat
AHM
Afghanistan
2 views today
8 views this week
Abdul Hamid Mohtat
Afghan diplomat, ambassador

Abdul Hamid Mohtat

The basics

Quick Facts

Intro
Afghan diplomat, ambassador
A.K.A.
Abdul Hameed Mohtat Abdul Hameed Mohtaat
Work field
Gender
Male
Age
80 years
The details (from wikipedia)

Biography

عبدالحميد محتاط

عبدالحميد محتاط (۱۳۲۳ ل. - ) (په انگرېزي: Abdul Hameed Mohtaat) د افغانستان د ډاکټر نجيب الله د کابينې يو لوړ پوړی چارواکی دی. هغه د مخابراتو پخوانی وزير، همداراز د لومړي وزير مرستيال او جاپان کې د افغانستان سفير پاتې شوی. کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د ملگرو ملتونو او د افغانستان د حکومت تر مېنځ د يوه سياسي اېتلاف خبرې پيل شوې نو عبدالحميد محتاط خپل سياسي دريځ ۱۸۰ درجې بدل کړ او د جمعيت او شورای نظار کودتا ته يې لاره پرانيستله. هغه او د هغه گڼ شمېر ملگرو چې په ښکاره د پرچم د ډلې سره تړلي وه د صحنې تر شا د افغانستان د حکومت د مخالفينو ځواکونو سره نژدې ټينگې اړيکې درلودې او له دواړو خواوو يې خپل ځانته گټه پورته کوله. پدې وروستيو کې د آسټراليا مېشتو افغانانو لخوا د آسټراليا په حکومت نيوکه وشوه چې عبدالحميد محتاط ته يې سياسي پناه ورکړې او د هغه په بشري او اخلاقي جنايتونو يې سترگې پټې کړي چې هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې ترسره کړي.

مخينه

عبدالحميد محتاط په ۱۳۲۳ لمريز کال کې د پنجشېر په ولايت کې زېږېدلی. د پلار نوم يې محمد اکرم دی او هغه په خټه تاجک دی. مورنۍ ژبه يې پارسي ده او په انگرېزي، جاپاني او روسي خبرې کولی شي.

زده کړې

هغه د افغانستان په پوځ کې يو پوځي افسر و او د وخت د حکومت لخوا اوکراين ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شو. هلته په اوکراين کې يې په پوځي زده کړو او په ۱۳۴۸ لمريز کال کې يې د ټيلي کميونيکېشن کې ماسټري واخيستله او بېرته افغانستان ته ور وگرځېده.

دندې

  • له ۱۳۴۸ ل - ۱۳۵۲ ل. د دفاع وزارت د هوايي ځواک افسر پاتې شوی.
  • له ۱۳۵۲ ل. - ۱۳۵۳ ل. د افغانستان د مخابراتو وزير.
  • له ۱۳۵۳ ل. - ۱۳۵۷ ل. د افغانستان د دفاع وزارت د هوايي ځواک افسر
  • له ۱۳۵۷ ل. - ۱۳۶۶ ل. په جاپان کې د افغانستان لوی سفير او جگپوړی پلاوی.
  • له ۱۳۶۶ ل. - ۱۳۶۷ ل. د افغانستان د لومړي وزير مرستيال
  • له ۱۳۶۷ ل. - ۱۳۷۰ ل. د افغانستان د ولسمشر مرستيال.

سرچينې

The contents of this page are sourced from Wikipedia article. The contents are available under the CC BY-SA 4.0 license.
Lists
Abdul Hamid Mohtat is in following lists
comments so far.
Comments
From our partners
Sponsored
Credits
References and sources
Abdul Hamid Mohtat
arrow-left arrow-right instagram whatsapp myspace quora soundcloud spotify tumblr vk website youtube pandora tunein iheart itunes