peoplepill id: esmat-sarwan
ES
Afghanistan
1 views today
1 views this week
Esmat Sarwan
Afghan journalist

Esmat Sarwan

The basics

Quick Facts

Intro
Afghan journalist
Place of birth
Char Dara, Afghanistan
The details (from wikipedia)

Biography

عصمت څاروان (په انگرېزي: Esmat Sarwan) يو افغان خبريال، ژباړن، ليکوال او سيندکښونکی دی. نوموړی د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې د خبريال او وياند په توگه دنده پرمخ بيايي.

مخينه

عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د افغان ليکوال او شاعر، محمد صديق پسرلي زوى، د بي بي سي خبريال او کيسه ليکونکو اېمل پسرلي، اجمل پسرلي او د کره کتونکي او ادبپوه اسدالله غضنفر ورور دی. هغه زيات وخت په ايران، کابل او اروپا کې تېر کړى دى.

زده کړې

څاروان خپلې لومړنۍ زده کړې د کندز په ولايت کې کړي دي، دوولسم ټولگی يې د کابل له غازي لېسې او د ليسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی. په ژورناليزم کې ماسټري لري.

دندې

عصمت الله څاروان ډېر کلونه په پېښور کې په هېواد اوونيزه کې د مرستيال چلوونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راډيو کې کار کاوۀ. اوس د چېک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې له ازادي راديو سره په کار بوخت دی .

فرهنگي فعاليت

ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او گن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي . د دوی انگليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده .دغه راز ځينې کيسې او د انگريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انگريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده . ښاغلي څاروان يو ناول هم له انگريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .

چاپ شوي اثار

  1. انگليسي پښتو جيبي ډکشنري
  2. نوی ميتود ، انگليسي گرامر
  3. انگليسي معلم
  4. د لقمان حکيم کيسې
  5. د بهلول دانا کيسې
  6. خطونه سرخطونه
  7. پښتو اينډ انگليش فريز بوک ( انگليسي ژبه نيويارک چاپ )
  8. دري انگليسي فريز بوک ( انگليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )
  9. د ژورناليزم قاموس

سرچينه

  1. ليکوال ويبپاڼه
The contents of this page are sourced from Wikipedia article. The contents are available under the CC BY-SA 4.0 license.
Lists
Esmat Sarwan is in following lists
comments so far.
Comments
From our partners
Sponsored
Esmat Sarwan
arrow-left arrow-right instagram whatsapp myspace quora soundcloud spotify tumblr vk website youtube pandora tunein iheart itunes